ایکنا د The Star له قوله راپور راکړ، د کنیا ولسمشر ویلیّم روتو د کب دمیاشتې په پنځلسمه نیټه او د دخپلې وینا په وخت له دې وروسته چې د آذان وخت ئې واورید، خپله وینا ئې د آذان داحترام به خاطر وځنډوله او تر څو دقیقو پورې ئې چُپتیا غوره کړه.
په راپور کې وئيل شوي دي ،آذان تر درو دقیقو پورې دوام وکړ،تر دې چې ولسمشر د حاضرو خلکو له خوا په ډیرې زیاتې هڅونې سره خپله وینا، د ؛ډيره مننه ؛ په وئيلو سره بیرته پیل کړه .
دکنیا د ولسمشر له خوا د آذان د احترام کول مخینه لری.د ۲۰۲۱کال د مارچ په ۲۲ نیټه د کنیا پخواني ولسمشر اوهورو کنیاتا هم د تانزانیا د پخواني ولسمشر جان ماګوفولي د جنازې په دستورو کې د آذان د غږ د آوریدو په وخت خپله وینا وځنډوله او د آذان د غږ په ختمیدو سره بیرته پیل کړه چې د هغه دغه کار د تانزانیا د مسلمانانو له خوا له تود هرکلي سره مخ شوه.
د کنیا ټوله آبادي کابو ۵۵میلیونه ده او کابو یولس فیصده ئې مسلمانان دي.